کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٦): جرمني اعلان کړى چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته نور سرتېري ولېږي.
جرمني دغه اعلان په داسې حال کې کړى چې امريکا څه موده مخکې د ناټو له غړو هېوادونو غوښتي وو چې افغانستان ته نور سرتېري ولېږي.
د جرمني د دفاع وزيره اورسولا وان ډېر لېوين افغانستان ته د سفر پر مهال د مزارشريف په مرمل کمپ کې له خپلو سرتېرو تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره کړې دي.
هغې زياته کړې، غواړي چې په افغانستان کې د ناټو د روزنې په ماموريت کې د خپلو سرتېرو شمېر زيات کړي.
جرمني اوسمهال په افغانستان کې د ناټو د روزنې په غوڅ ملاتړ ماموريت کې ٩٨٠ سرتېري لري چې په بلخ ولايت کې مېشت دي.
د نوموړې په وينا، که څه هم دوى په افغانستان کې په کافي اندازه روزونکي او سرتېري لري، خو که شمېر يې زيات شي، نو ډېر به ګټور تمام شي.
خو د جرمني دفاع وزيرې ويلي، افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږل باید د پارلمان له خوا منظور شي.
تر دې مخکې نوموړې خپلو سرتېرو ته په وينا کې په ډاګه کړې وه چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتلو کې بېړه شوې وه، بايد تر ډېرې مودې پاتې شوي واى.
جرمني له تېرو ١٦ کلونو راهيسې د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او افغان ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي.
تر اوسه په افغانستان کې د دغه هېواد ٥٤ سرتېري په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
login or register a new account.