کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦) : ولسمشر غني وايي، چې ملي پوليس دې د اعاشې کیفیت دې په خپله کنټرول کړي او د هغوی د نظریاتو او شکایتونو د درج میکانیزم باید رامنځته شي.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون فوق العاده غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې پر ملي او بین المللي څارونکو سربېره د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو هم حضور درلود، د ملي پولیسو اعاشوي اړتیاو ته د رسیدګي، د اړوندو قراردادي شرکتونو د چارو د ارزونې او دغه راز د کورنیو چارو وزارت د اعاشوي قراردادونو پر ۲۵ فیصده تعدیل بحث او پرېکړه وشوه.
لومړی یې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د قرارداديانو د کړنو د ارزونې پر راپور چې کورنیو چارو وزارت د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنۍ پرېکړې پر اساس چمتو کړی وو، بحث وکړ. د کورنیو چارو وزیر ویس احمدبرمک د دې وزارت د ارزونو د موندنو، شته ستونزو او ننګونو او د دې وزارت د اصلاحي طرحې په اړه معلومات ورکړل.
دکورنیو چارو وزیر د قراردادنو کمزوری مدیریت، د بودجې د موثر مدیریت نشتوالی، د تادیاتو نامطلوب سیستم، له یوه قراردادي سره د قراردادونو د زیاتوالي او د محدودو قراردادیانو له لوري د پراخې ساحې پوښښ، د امنیه قومندانیو او لوژستیک مدیریتونو په سطحه له فساده زیانمنېدل، د قراردادیانو له لورې د قرارداد مطابق د جنس نه اکمالول، په کورنیو چارو وزارت کې د قراردادونو د څارنې میکانیزم نشتوالی، په ځېنو مواردو کې د تخصیص نشتوالی، په امنیه قومندانیو کې غیر موجه اضافي لګښتونه، د ولایت مقام او مستوفیتونو په کچه د تادیاتو په ورکړه کې ځنډ د ستونزو او ننګونو په توګه مطرح کړې.
هغه زیاته کړه د پورته موضوعاتو د حل په خاطر لازم تدابېر او اقدامات ترلاس لاندې دي چې له هغې جملې د یو یا دوه قراردادیانو د پوښښ ساحې ارزونه او په ۱۳۹۷ مالي کال کې د انحصار ماتول او له هغو قراردادیانو سره قانوني چلند چې د قرارداد مطابق یې د جنس پوره کولو کې اجرات نه دي کړي.
برمک زیاته کړه، د ملکي مرستیالانو په صلاحیتونو کې زیاتوالی، د قراردادونو د تطبیقي او نظارتي سیستم او میکانیزم ایجادول، د سیستم له لارې د تادیاتو ورکړه، د زیاتو لګښتونو کنترول، د بودجې او قرارداد د مدېریت سیستم جوړول، د ځانګړې شمېرې له لارې د پولیسو شکایاتو او نظریاتو ته د رسیدګي سیستم، د پولیسو راډیويي برنامې او دغه راز په بشري سرچېنو کې بدلونونه له هغې جملې د کورنیو چارو وزارت اصلاحي تدابیر او اقدامات د هغه تر رهبرۍ لاندې دي.
ملي تدارکاتو کمېسیون په اوسنیو امنیتي شرایطو کې د ملي پولیسو د اعاشې اړتیا ته په کتو د کورنیو چارو وزارت تعدیلي وړاندېز منظور کړ او په عین حال کې یې مشخصې لارښوونې هم وکړې.
ولسمشر ټینګار وکړ، د ملي پولیسو سرتېري چې هره ورځ د ملي اردو او ملي امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او نوامیسو څخه په سنګر کې په مېړانه دفاع کوي، د دوی اړتیاو ته د رسیدګۍ اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی، بناً کورنیو چارو وزارت باید خپل اصلاحي تدابیر په جدي ډول عملي کړي.
هغه د افغانستان د شفافیت څار بنسټ څخه وغوښتل چې د ملي پولیسو او ملي اردو د تماس او شکایتونو مشخصه شمېره ایجاد او ترلاسه شوي راپورونه ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته وړاندې کړي.
اشرف غني زیاته کړه، د اعاشې کیفیت دې په خپله پولیس سرتېري کنټرول کړي او د هغوی د نظریاتو او شکایتونو د درج میکانیزم باید وجود ولري.
هغه کورنیو چارو وزارت مکلف کړ چې د پوستو اړتیاوو له هغې جملې د څښاک اوبو ته پاملرنه وشي.
login or register a new account.