ژبه

امرالله صالح او اديب فهيم له ډاکټر عبدالله ملاتړ  وکړ

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د ملي امنيت پخواني رييس امرالله صالح او د ملي امنيت اوسني مرستيال اديب فهيم د هېواد له اجراييه  رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملاتړ اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ پخواني والي او د افغانستان جمعيت اسلامي ګوند د دارالانشا مشر عطامحمد نور په دې وروستيو کې ادعا کړې چې عبدالله نور له ځانه سره د جمعيت اسلامي ګوند ملاتړ  نه لري.

نوموړي پرون په مزار شريف ښار کې د خپلو خبرو پر مهال اجراييه رييس عبدالله دغه راز د نوموړي پر وړاندې پر توطيو جوړولو تورن کړ او ويې ويل چې ډاکټر عبدالله د جمعيت اسلامي ګوند د نورو غړو پر وړاندې هم توطيې کړې دي.

خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړي مرستيال مارشال فهيم زوى اديب فهيم نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "ښاغلى ډاکټر صيب عبدالله عبدالله حکومت کې زموږ د ميليونونو هېوادوالو او مجاهدينو په مشرۍ استازيتوب کوي، هغه ته بې احترامي کول؛ موږ ټولو ته د بې احترامۍ په معنا دى."

دغه راز د ملي امنيت پخواني رييس او د زرغون بهير مشر امرالله صالح هم د عطامحمد نور د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلى دى.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "د افغانستان زرغون بهير، د ٢٠١٤ کال ولسمشرۍ ټاکنو په ترڅ کې د اصلاحاتو او همپالنې د فعاله غړي په توګه له ډاکټر عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اعلان کړ. له بده مرغه له سيالې ډلې څخه د کرزي حکومت د نږدې اړيکو په مرسته پراخه درغلۍ وکړې او ټاکنې له کومې پايلې پرته پاى ته ورسېدې."

سرچينې زياته کړې، په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د دوه سياله ډلو د هوکړې پر بنسټ د ملي يووالي حکومت رامنځته کول يوازېنۍ لاره وه، چې هېواد يې له کورنۍ جګړې وژغوره.

صالح د خپلې ليکنې په دوام کې ويلي، د کور دننه او نړيوالې ټولنې همدا غوښتنه ده، څو د ملي يووالي حکومت خپله قانوني دوره پاى ته ورسوي او په دغه موده کې هيڅ لورى د بل لوري شتون له منځه نه شي وړلى.

د زرغون بهير مشر ويلي، له بده مرغه د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو راهيسې د اجراييه رياست د کمزورۍ لپاره هلې ځلې شوې، خو دا ټکى په پام کى نه دى نيول شوى چې د ياد جوړښت کمزوري کول د حکومت شتون تر پوښتنې لاندې راولي او په دې کار سره په هېواد کې ژور بحران رامنځته کېږي.

صالح زياته کړه: "موږ د خپل محور ارزښت او اصولي دريځ په ترڅ کې د ملي يووالي حکومت د اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر ملاتړ ټينګار کوو."

امرالله صالح زياته کړې، د اصلاحاتو و همپالنې بهير په دې بريالى شوى و، څو خپل خلک د ټاکنيز شعار او پروګرامونو له لارې سره تنظيم کړي. له همدې امله له ياد بهير څخه د کوم شخصيت ايستل، د اجراييه رياست مشروعيت او د عبدالله عبدالله رول ته زيان نه شي اړولى.

ټاکل شوې وه، چې نن ډاکټر عبدالله د عطامحمد نور د پرونۍ څرګندونو په اړه غبرګون وښيي، خو دغه کار د نامعلومو دليلونو له امله ځنډول شوى دى.  

login or register a new account.