کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٦): د چين په درې اړخيزه غونډه کې پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وشو چې د سولې لپاره خبرې اترې پيل کړي.
دا غونډه چې نن (د مرغومي ٥مه) په بيجنګ کې جوړه شوې وه، په کې د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون کړی و.
د بهرنيو چارو درې واړو وزيرانو تر يادې غونډې وروسته په بجينګ کې له خبريالانو سره معلومات شريک کړل.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره خبرې اترې پيل کړي.
هغه زياته کړه چې چين د افغانانو په مشرۍ د سولې او ملي پخلاينې له پروسې ملاتړ او د خبرو پر ژر پېلېدو ټينګار کوي.
د چين د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو پر ښه کېدو او همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، يو کمربند يوه لار پروژې سره به افغانستان او پاکستان ته د پرمختګ لپاره ډېر چانسونه ورکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني له چين څخه مننه وکړه چې د افغان سولې، د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړيکو د ښه کېدو لپاره هلې ځلې کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ له ترهګرۍ ډېر ځپل شوي يو او اوس هم ستره ننګونه ده، د ترهګرۍ پر ضد بايد له کوم توپيره پرته په ګډه مبارزه وشي.))
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي يو با ثبات راتلونکى د افغانستان او پاکستان لپاره اړين دى.
هغه زياته کړې چې هېواد يې له افغانستان سره ګډ ارزښتونه لري او افغانستان يې تر ټولو غټ سوداګريز همکار دى.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د درې اړخيزې ناستې راتلونکې غونډه به په کابل کې ترسره کېږي.
د درې اړخيزې دې ناستې وړانديز د چين د بهرنيو چارو وزير څو مياشتې مخکې کابل ته د سفر پر مهال کړى و.
login or register a new account.