ژبه

حکمتيار: که طالبان جګړه پرېږدي د بهرنيانو د وتلو د غوښتنې ملاتړ يې کوو

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٦) : د حزب اسلامي مشر  ګلبدين حکمتيار وايي که طالبان له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته چمتو شي؛ نو د بهرنيو ځواکونو د وتلو په ګډون به د هغوى د ټولو معقولو غوښتنو ملاتړ  وکړي.

حکمتيار دغه څرګندونې پرون د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د افغانانو يوې غونډې ته کړې دي.

پژواک په دوبۍ کې د دغې جوړې شوې غونډې ويډيو ترلاسه کړې چې د افغانستان کونسل جنرال صمد افغان او نورو مسوولينو، د حزب اسلامي يو شمېر مشرانو او لسګونو نورو افغانانو په کې ګډون کړى و.

حکمتيار څو ورځې مخکې د خپل ګوند له يو پلاوي سره متحده عربي اماراتو ته تللى دى.

حکمتيار يادې غونډې ته ويلي چې اوسمهال تر ټولو ستر کار د روانې جګړې پاى ته رسول دي .

ده زياته کړه:" دا جګړه يواځې افغانان پای ته رسولای شي او بايد په دې اړه په خپله پرېکړه وکړي."

د حکمتيار په وينا، ولس او هېواد سولې ته اړتيا لري او په همدې موخه حزب اسلامي د سولې لاره خپله کړې ده .

هغه د افغانستان د دولت پر نورو  مخالفينو هم  غږ وکړ چې د سولې لاره خپله کړي.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وويل، که چېرې د سولې لاره خپلوي او له جګړې لاس اخلي؛ نو د بهرنيو ځواکونو د وتلو په ګډون د دوى د ټولو معقولو او مشروعو غوښتنو ملاتړ کوي.

د حزب اسلامي مشر وويل، د سولې خبرو د پيلولو په صورت کې به په اوسني نظام او حکومت کې د بدلون، د اسلامي شريعت حاکمېدو او د هغوی د نورو غوښتنو ملاتړ هم وکړي.

خو طالبان بايد لومړى له جګړې لاس واخلي او د سولې او مذاکرې لاره خپله کړي.

د حزب اسلامي مشر له دولت څخه هم وغوښتل چې د طالبانو په اړه په خپله لهجه او سياستونو کې بدلون راولي.

login or register a new account.