ژبه

يوناما د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير  ٩٠ سلنه لګښت ورکوي

کاّبل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٦) : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)  د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو له راتلونکو ټاکنو څخه د ملاتړ په موخه د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې عملیاتي بودیجې ته پراخې مرستې برابرې کړې دي.

د يوناما له خوا د مرغومي په ٩ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې په دې اړه نن يو تړون لاسليک شو.

سرچينې زياته کړې، مرستندویه سازمانونو ژمنه وکړه چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون سره د روانې مرستې سربېره د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې د ۲۸.۴ ميلیون ډالري بودیجې نوي‌ سلنه برخه تمویل کړي.

د یوناما د سیاسي څانګې مشر سکاټ‌ سمت ویلي :" دا د ټولټاکنو په بهیر کې د پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی او د ټاکنو کمېسیون به برلاسی کړي‌ چې خپلې برنامې عملي‌ کړي."

د یوناما د سیاسي‌ څانګې مشر زیاته کړې چې یوناما د نړیوالې ټولنې په استازیتوب د افغانستان د ټاکنو د چمتووالي په ټول بهیر کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۳۴۴ (۲۰۱۷) پرېکړه لیک پر بنسټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له یوناما څخه وغوښتل چې د ټاکنو په سمبالښت کې د افغان چارواکو ملاتړ وکړي او د ټاکنو د بهیر بشپړتیا، پایښت او ټول شمولیت پیاوړي‌ کړي.

یوناما په داسې حال کې د افغانستان له ادارو سره خپل ملاتړ ته د تېر په څېر ژمنه ده چې دوی د افغانستان د دموکراتیک بهیر د روڼتیا او پر هغوی باندی د خلکو د باور د ټینګښت لپاره اصلاحات پلي کوي.

د یوناما د سیاسي څانګې مشر سمت د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه پرمختګ ته په اشارې سره چې سیاسي شخصیتونو سره یې خبرې کړې دي‌ له سیاسي‌ شخصیتونو څخه وغوښتل چې د ټاکنو د مدیریت له ډلو سره همکاري وکړي.

هغه وویل: "دا مهم نه دى چې په ټاکنو کې څوک ګټونکی او څوک بایلونکی دی. په بریاليتوب سره د ټاکنو ترسره کېدل د ټولو افغانانو لپاره ارزښت لري. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ښودلې ده چې د رغنده نیوکو هرکلی کوي، خو دا کمېسیون د ټولو ملاتړ ته اړتیا لري."

د پروژې د بورډ دویمه ناسته د دې بورډ د لومړۍ ناستې په دوام ترسره شوه چې د ۲۰۱۷ د اکتوبر په څلورمه نېټه ترسره شوې وه. په یادې ناستې کې یوناما، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د پروژې سند لاسلیک کړ چې د افغانستان د ټاکنیزو ادارو او د هغوی له فعالیتونو څخه د ملاتړ او ټینګښت لپاره یې ملګرو ملتونو او مرستندویه سازمانونو ته حقوقي او مالي چوکاټ وړاندې کړ.

login or register a new account.

ورته موضوع