ژبه

په ٢٠١٧ کال کې په افغانستان کې ١٧ بهرني سرتېري وژل شوي

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٥): په ٢٠١٧ زېږديز کال کې په افغانستان کې ١٧ بهرني سرتېري وژل شوي چې ډېرى يې امريکايان دي.

دا په داسې حال کې ده چې له هغه مخکې ٢٠١٦ کال کې په افغانستان کې ١٥ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

خو وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې په ٢٠١٧ زېږديز کال کې يې سلګونه بهرني سرتېري وژلي دي.

په کابل کې دامريکا او ناټو ځواکونو لخوا د خپرو شويو خبرپاڼو د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې ١٢ بهرني سرتيري وژل شوي دي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د ٢٠١٧ زېږديز کال د جون مياشت د نړيوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه، په دې مياشت کې درې امريکايي سرتېري ووژل شول.

دا پېښه د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې وه چې د افغان ځواکونو يو کومانډو سرتېري پر امريکايي سرتېرو ډزې وکړې، درې يې ووژل او يو يې ټپي کړى و.

نيويارک ټايمز راپور ورکړى چې د ٢٠١٧ پر مهال ډېرى امريکايي سرتېري (٦ تنه) په ننګرهار ولايت کې له داعش سره په جګړو کې وژل شوي دي.

د تلفاتو په نوم يوه وېبپاڼه چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات خپروي، راپور ورکړى چې په ٢٠١٧ کال کې په افغانستان کې ١٧ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو سرتېرو کې ١٥ امريکايي او دوه نور د جورجيا او رومانيا هېوادونو دي.

د يادونې ده، له ٢٠٠٢ وروسته دا په يوه کال کې د نړيوالو ځواکونو د وژل شوو سرتېرو تر ټولو دويمه کمه شمېره ده.

د ٢٠٠١ کال په اکتوبر مياشت کې امريکا او متحدينو يې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد عمليات پيل کړل، نو په لومړي کال کې يې يواځې ١٢ سرتېري ووژل شول.

خو په ٢٠٠٢ کال کې ٧٠، په ٢٠٠٣ کې ٥٨، په ٢٠٠٤ کې ٦٠، په ٢٠٠٥ کې ١٣١، په ٢٠٠٦ کې ١٩١، په ٢٠٠٧ کې ٢٣٢، په ٢٠٠٨ کې ٢٩٥، په ٢٠٠٩ کې ٥٢١، په ٢٠١٠ کې ٧١١، په ٢٠١١ کې ٥٦٦، په ٢٠١٢ کې ٤٠٢، په ٢٠١٣ کې ١٦١، په ٢٠١٤ کې ٧٥ او په ٢٠١٥ کې ٢٧ نړيوال سرتېري وژل شوي دي.

login or register a new account.