کندوز (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٦): له دوو اوونيو وروسته يو ځل بيا د افغانستان- تاجکستان تر منځ لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کندوز په شېرخان بندر سيمه کې د افغانستان- تاجکستان تر منځ لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.
خو په دغه ولايت کې د سوداګرو اتحاديې مشر سيد مجتبى هاشمي د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې دغه لار بېرته د سوداګرو او خلکو پر مخ پرانيستل شوې ده.
د هغه په وينا، د نا معلومو دلايلو له مخې د تاجکستان سرحدي پوليسو د افغانستان- تاجکستان تر منځ لويه لار د شېرخان بندر په سيمه کې تړلې وه.
ده وويل: ((يواځې يې ترانزيټ مالونو ته اجازه ورکوله، نور نه خلکو ته اجازه وه او نه هم د افغان سوداګرو موټرو ته چې تګ راتګ وکړي.))
دغه راز په شېرخان بندر کې يوه سوداګر حاجي فهيم پژواک ته وويل چې د شېرخان بندر په تړل کېدو سره سوداګر له سختو ستونزو سره مخ شول.
هغه وايي: ((په تېرو دوو اونيو کې سوداګر له ډېرو مشکلاتو سره مخ شول، مالونه يې هغه لور ته پاتې وو او سوداګر دېخوا ته سرګردانه ګرځېدل.))
همدارنګه د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري هم پژواک ته وويل چې ياده لار بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوې ده.
ده وويل: ((موږ د بهرنيو چارو وزارت ته هم مکتوب استولى دى، څو په راتلونکي کې د دغه ډول ستونزو د مخنيوي لپاره مخکې له مخکې اقدام وکړي.))
که څه هم تر اوسه جوته نه ده چې دغه لويه لار ولې تړل شوې وه، خو ځينې سرچينې وايي چې په دې سيمه کې د تاجکستان څو سرحدي سرتېري په مرموز ډول وژل شوي وو.
login or register a new account.