ګردېز (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦): د پکتيا د برېښنا رياست وايي که دولتي او نورې ادارې يې پور ور نه کړي، نور نه شي کولاى خدمات وړاندې کړي.
د یاد رياست مسوولينو ویلي چې دولتي او غير دولتي ادارې يې د برېښنا له درکه ٢٣،٢ ميليونه افغانۍ پوروړې دي چې له امله يې د دوی فعاليت له خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی.
د پکتیا د برېښنا رييس محمد اصف نيازي د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره اوونۍ يې د پيسو نه لرلو له امله د جنراتور لپاره تېل د خوست ولايت د برېښنا له ادارې په پور اخيستي دي.
نيازي زیاته کړه چې دولتي ادارې یې نږدې ١٦ ميليونه افغانۍ، سوداګريزې ادارې او شرکتونو یې شاوخوا دوه نيم ميليونه افغانۍ او خلکو يې څلورنيم ميليونه افغانۍ د برېښنا د لګښت له درکه پوروړي دي.
نوموړي وويل: ((که موږ ته پر وخت د برق پيسې رانه کړل شي، زموږ فعاليت له مشکلاتو سره مخ کېږي؛ پر وخت برق نه شو پرېښودلی او پرچاوي به زياته وي.))
اصف نيازی وايي چې په ياد پور کې شاوخوا يو ميليون افغانۍ يې پر کابل بانک، څه باندې څلور ميليونه افغانۍ پر محبس او همدومره نورې پر امنيې قوماندانۍ پاتې دي چې په بېلابېلو پلمو يې له کلونو راهيسې ځنډولې دي.
ده وويل چې سوداګرو او یو شمېر کورونو ته له ډېر انتظار او وخت ورکولو وروسته يې د ولسمشر له لارښوونې او د کابينې له پرېکړې سره سم له امنيې قوماندانۍ څخه د پيسو د نه ورکوونکو د جلب غوښتنې کړې، خو په خبره يې چې پنځلس ځلې د رسمي همکارۍ پر غوښتنې سربېره ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.
دی وايي: ((هرې دوه مياشتې وروسته موږ دوی ته مکتوب لېږو، خو دوی هېڅ جواب نه راکوي؛ کابل بانک وايي چې دا پيسې د کابل بانک پخواني امر په وخت کې مصرف شوې او بايد هغه يې ورکړي، محبس وايي چې دا د هغه وخت پيسې دي چې کله محبس په عدليې وزارت پورې مربوط و او امنيه قومانداني وايي چې تخصیص نه لرو.))
دغه راز د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی هم د برېښنا رياست د پورونو نه ورکړه له قانون سره په ټکر کې عمل بولي او ټينګار کوي چې ولايت مقام او اړوندې ادارې بايد په دې برخه کې لازم اقدام وکړي.
ځاځی د پیسو د کموالي له امله د برېښنا د پرچاوۍ او چارو ځنډېدو پړه هم پر لګښت نه ورکوونکو ور اچوي او زياتوي چې د دې مسئلې په حل کې به له خپله اړخه تر وسه هڅه وکړي.
نوموړی وايي: ((د برېښنا رياست مسوولين دې راشي، له ولايت مقام سره به هم کينو او هغو ادارو ته به هم رسمي خبر ورکړو او تعقيب به يې کړو چې پيسې يې ورکړي، دوی اوس هم ډېره حوصله ورته کړې.))
مدني فعال رحمت الله رحمیزی وايي، د هغو کسانو پر وړاندې بايد سخت اقدام وشي چې د برېښنا پيسې نه ورکوي.
login or register a new account.