کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦) : په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي، چې په ننګرهار ولايت کې يې يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.
په کابل کې د دغو ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د مرغومي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه وړمه ورځ ناوخته د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
سرچينې زياته کړې، چې په اچين ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال يې يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپي شوي دي.
امريکايي ځواکونو ويلي، چې دوه سرتېري يې تر لومړنۍ درملنې وروسته خپلو دندو ته ستانه شوي او دوه نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې ښه د ى.
په افغانستان کې د ناټو او ا مريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن پر دې پېښې ژوره خواشيني ښودلې ده.
د يادونې وړ ده، چې افغان او امريکايي ځواکونه په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې پر جګړو بوخت دي.
په ٢٠١٨ زېږديز کال کې دا لومړى بهرنى سرتېرى دى، چې په افغانستان کې وژل کېږي، تېر کال په افغانستان کې د جګړو، چاودنو او نورو پېښو کې ١٧ نړيوالو سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړى و، چې ١٥ يې امريکايي وو.
login or register a new account.