کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦): د کړکېچ نړيوال سازمان وړاندوينه کړې ده چې د ٢٠١٨ زېږديز کال پر مهال به په افغانستان کې جګړې نورې هم زياتې شي.
د دغه سازمان له خوا پرون د ٢٠١٨ زېږديز کال پر مهال د نړۍ په بېلابېلو سيمو او هېوادونو کې د ممکنه او روانو شخړو په اړه يو راپور خپور شوى دى.
په دغه راپور کې راغلي، د افغانستان لپاره د امريکا نوې تګلاره به د دې لامل شي چې د وسله والو طالبانو پر ضد د امریکایي ځواکونو عملیات او په ځانګړې توګه هوايي بریدونه زیات شي.
سرچينې زياته کړې، دغه راز د افغان ځواکونو جګړه ييز تاکتيک بدل شوى او په دغه کال به د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر ضد يرغليز بريدونه زياتوي.
د نړيوال کړکېچ سازمان د راپور له مخې، د يرغليزو بريدونو د ډېرېدو موخه د طالبانو د تحرک مخه نيول دي، څو سياسي حل لارې ته اماده شي.
په دغه راپور کې راغلي، د افغانستان لپاره د امريکا نوې ستراتیژي اوسمهال یواځې په پوځي عملیاتو څرخي او زياتوي چې د دې ستراتیژۍ پر وړاندې جدي هم ستونزې شته دي.
د دې نړيوالې ډلې په ګومان، ښايي افغان حکومت ځينې تاکتيکي لاسته راوړنې ولري، خو دا ممکنه نه برېښي چې د جګړې بهیر او انګېزه چې د لرو پرتو او کليو په خلکو کې دي، بدل کړي.
په راپور کې راغلي، طالبان په اوسني حال کې له ٢٠٠١ کال را وروسته له بل هر وخت څخه زیاتې سیمې تر کنټرول لاندې لري، پر وسلو ښه سمبال دي او که په عرفي جکړې فشار وارد شي ښايي په ښاري سيمو کې خپل بريدونه زيات او پر حکومت فشار راوړي.
د کړکېچ نړيوال سازمان په راپور کې راغلي، امریکا په نوې ستراتیژۍ کې سیمه ییز بدلون ته پام نه دی شوی. په دې توګه د امریکا اوږودمهاله سیمه ییزه ډیپلوماسي پر پاکستان باندې په فشار راوړلو ولاړه ده، هغه محاسبه چې له ترهگرو نه د اسلام اباد ملاتړ یې هڅولی، نه ښايي چې بدله شي.
سرچينې زياته کړې، له بلې خوا طالبان اوس د ايران او روسیې ملاتړ هم لري چې دغه هېوادونه ورته په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې د مانع په سترګه ګوري.
دغه ډله پر دې باور ده چې د افغانستان متحدین باید د افغانستان لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې یوه پراخ بنسټه ډیپلوماتیکه سیاسي حل لاره ور زیاته کړي.
خو اوس دا ستراتیژي د تاوتریخوالي د محدودولو پر ځای د هغه د لا زیاتېدو سبب کېږي چې د دې ټولو زور ملکي وګړي ادا کوي.
login or register a new account.