کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦): د امريکا د دفاع وزير په يوه ټيلېفوني اړيکه کې له خپل افغان سيال سره له افغانستانه د خپل هېواد سل سلنه سياسي او پوځي ملاتړ تکرار کړ او ډاډ يې ورکړ چې هېواد يې پر پاکستان فشارونو ته دوام ورکوي، څو د ترهګرو ټول پټنځايونه له منځه ولاړ شي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري نن (د مرغومي ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امريکا د دفاع وزير جنرال جيمز متيس په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د ملي دفاع له وزير سره د هېواد او سيمې پر امنيتي وضعيت بحث وکړ او دواړو خپل نظرونه تبادله کړل.
هغه زياته کړه چې د ملي دفاع وزير ډګر جنرال طارق شاه بهرامي تېره شپه له خپل امريکايي سيال سره په ټيلېفوني خبرو کې د افغانستان او سيمې پر امنيتي وضعيت او د افغان ځواکونو په اړه خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزير د امريکا له مرستو د مننې او افغان دولت او خلکو له برحق دريځه د ستاينې تر څنګ د هېواد امنيتي وضعيت شرحه کړ.
د دفاع وزير څرګنده کړه چې افغان امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول ملي اردو مخکښ رول لري او له دفاعي بڼې څخه د تعرض حالت ته راغلي دي.
جنرال بهرامي د ملي اردو په ټولو برخو کې د بنسټيزو اصلاحاتو يادونه وکړه او ويې ويل چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د فساد ريښو د له منځه وړو لپاره په جدي ډول کار کوي.
د امريکا متحده ايالاتو دفاع وزير جيمز مټيس د فساد ورکولو په برخه کې د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له هڅو ستاينه وکړه او ویې ويل چې دا هڅې بايد لا ګړندۍ شي.
نوموړي له افغان دولت او خلکو د خپل هېواد له سل سلنې سياسي او پوځي ملاتړ د تکرار تر څنګ ډاډ ورکړ چې د امريکا متحده ايالات پر پاکستان فشارونو ته دوام ورکوي، څو د ترهګرۍ ټولې پټنځايونه ورک شي او په پايله کې يې افغانستان او سيمې ته سوله او ثبات راشي.
مټيس وويل: ((امريکا متحده ايالات د افغانستان په اړه خپلو کړو وعدو ته ژمن دي او په ملي اردو کې له ريفورم او له ځوانولو څخه هرکلى کوي.))
هغه يو ځل بيا د کومانډو قطعې په افغانستان کې د ثبات او پوځي غوره والي په چاره کې ارزښتمنې وبللې او ژمنه يې وکړه چې د پرېکنده ماموريت قومانداني له افغان وسله والو ځواکونو د ملاتړ په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
د امريکا متحده ايالاتو دفاع وزير زياته کړه چې په ملي دفاع وزارت کې د نوي مشرتابه له راتګ سره په روان کال کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ملي اردو په دغه کال کې ښه ځلېدلې ده، ستاسې اګاهانه مشري د دې لامل شوې چې افغان سرتېري د ولايتونو او ولسواليو د ساتنې وړتيا ولري چې د مننې او درناوي ځاى دى.
login or register a new account.