ژبه

حکومت : په لغمان کې ٢٠ داعش وسله وال وژل شوي

کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٦) : د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونه وايي چې په لغمان ولايت کې د هوايي بريدونو پر مهال د مهمو قوماندانانو په ګډون ٢٠ داعش وسله وال وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو له خوا د مرغومي په ١٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا هوايي بريدونه تېره ورځ د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ اړونده د نورلام صاحب په دره کې دداعش پر پټنځايونو ترسره شوي.

سرچينې زياته کړې چې په دې بريدونو کې د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون د داعش ډلې ٢٠ وسله وال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې بريدونو کې ملکي خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت له لوري هم پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې په دې هوايي بريدونو کې د درېيو مهمو غړو په ګډون ١٤ داعش وسله وال وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې،د داعش وژل شوي مهم کسان مولوي تراب، مولوي فيروز او موسى نومېدل.

د کورنيو چارو وزارت ويلي،  په دې بريدونو کې د داعش وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د الينګار ولسوالۍ په نورلام صاحب دره کې د داعش وسله والو فعاليتونه پيل شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې څه موده مخکې ددوى ترمنځ خپلمنځي شخړه هم شوې وه چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

خو د لغمان ولايت چارواکي په دې ولايت کې د داعش وسله والو شتون تر ډېره بريده نه تاييدوي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل  چې په نورلام صاحب دره کې پر وسله والو مخالفينو د بې پيلوټه الوتکې بريد شوى او يو شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه په دې اړه نور معلومات نه درلودل. 

login or register a new account.