کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٦): د سولې عالي شورا د سولې په پروسه کې د ټولنيزو رسنيو پر رول ټينګار وکړ او له کاروونکو يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه څرګندونې د سولې عالي شورا يو شمېر مسوولينو د مرغومي په ٢١مه د ټولنيزو رسنيو له کاروونکو، ځوانانو او مدني فعالانو سره د يوې ګډې ناستې پر مهال وکړې.
په دې ناسته کې د لسګونو فعالانو تر څنګ د سولې عالي شورا مرستيالانو، غړو او د دارالانشاء کارکوونکو برخه اخيستې وه.
د سولې د عالي د دارالانشاء غړي مشتاق رحيم وويل چې دوى د سولې پر نوې ستراتيژۍ کار کوي او په دې برخه کې یې د ټولنې له ټولو غړو سره مشورتي ناستې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه چې دا ناستې يې په مرکز او ولايتونو کې پيل کړې دي، څو د سولې د نوې ستراتيژۍ په اړه ملي اجماع رامنځته کړي.
نوموړي د سولې په برخه کې د ټولنيزو رسنيو پر رول ټينګار وکړ او له هغوى يې په دې برخه کې د همکاريو او وړانديزونو غوښتنه وکړه.
د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عبدالغفور اوچقون وويل، له تېرو پنځو مياشتو راهيسې چې د سولې عالي شورا نوې مشرتابه پر کار پيل کړى، دوى يو شمېر نوي نوښتونه پيل کړي دي.
نوموړي وويل چې د علماوو، ښځو، مدني ټولنې، مذاکرې او رسنيو په برخو کې یې پنځه کمېټې جوړې کړې دي.
هغه له حزب اسلامي سره د سولې تړون لويه لاسته راوړنه ياده کړه، خو دا يې هم وويل چې ځينو کورنيو او بهرنيو کړيو هڅه کوله چې دا پروسه سبوتاژ کړي.
اوچقون وويل چې د سولې لپاره د ملي اجماع تر څنګ دوى د منطقوي او نړيوالې اجماع لپاره هم ځلې پيل کړې دي او په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري.
نوموړي پر پاکستان د امريکا او نړيوالې ټولنې اوسني فشارونه د افغان سولې په برخه کې د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع لاسته راوړنه ياده کړه او ويې ويل چې د امريکا وروستۍ ستراتيژي هم د نړيوالې اجماع برخه ده.
هغه يو ځل بيا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې لاره خپله کړي؛ ځکه چې د ده په وينا، اوس د سولې پر وړاندې هېڅ شرعي خنډ نشته.
وروسته د غونډې ګډونوالو خپل وړانديزونه، پوښتنې او نيوکې مطرح کړې او ځينو ګډونوالو د سولې پر شورا د فساد تورونه هم پورې کړل.
دوى ډېره د سولې شورا پر ولايتي کمېټو، د ځوانانو او ښځو پر کم رول، د سولې په اړه پر ټلوېزيوني اعلانونو او په دې شورا کې د متخصصو کسانو پر نه شتون نيوکې درلودې او په دې برخو کې يې د اصلاحاتو غوښتنې کولې.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء غړي مشتاق د ګډونوالو پوښتنو، نيوکو او وړانديزونو ته په ځواب کې وويل چې دوى هېڅ ټلوېزيوني اعلان نه لري، هغه د نړيوالو او ځينو نورو ادارو له خوا کېږي او دوى به ورسره خبرې وکړي چې په څرنګوالي کې يې بدلون راولي.
هغه زياته کړه چې د سولې په شورا کې ځوانانو او ښځو ته پراخه ونډه ورکړل شوې او په نوې ستراتيژۍ کې هم دوى په پام کې نيول کېـږي.
مشتاق رحيم وايي چې په تېرو دوو مياشتو کې د دوى پلاوو ٢٤ ولايتونو ته سفرونه کړي، له قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او مدني ټولنې له غړو سره يې ليدلي دي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره په هر ځاى کې خبرو ته تيار دي.
د هغه په وينا، هر ځاى چې هغوى غواړي همالته ورسره خبرو ته کېني.
رحيم د سولې شورا د ولايتي کمېټو په اړه وويل چې په دې اړه يې ارزونې پيل کړې دي او چېرې چې مسوولين سم کار نه کوي، هغوى لرې کېږي.