ژبه

امريکا په بلخ کې د واک د سوله ييز لېږد ملاتړ  وکړ

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۶) : د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس له ولسمشر اشرف غني سره په یوه ټیلېفوني اړیکه  کې په بلخ ولایت کې په سوله ییزه توګه د واک پر لېږد ټينګار کړى دى.

ولسمشر اشرف غني تېره میاشت د بلخ د پخواني والي عطا محمد نوراستعفا منظوره کړه او انجنیر داوود یې د هغه پر ځای نوی والي وټاکه، خو نور د ولسمشر پرېکړه نه مني او هره ورځ ولسمشر او اجرايیه رييس ته ګواښونه کوي، چې ګوندې څوک یې نه شي لرې کولی.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس تېره شپه په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلي چې له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې ټیلېفوني اړیکه نیولې ده.

هغه زیاته کړې،له افغان ولسمشر سره یې د امریکا پر وروستۍ تګلارې خبرې وکړې او دبلخ ولایت پر سیاسي حالاتو او ددې ولایت د واک په سوله ییزه توګه له انتقال څخه یې ملاتړ وکړ.

بلخوا له سپینې ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مرستیال ولسمشر په بلخ کې د واک پر سوله ییز لېږد ټینګار وکړ او افغان حکومت یې له عطامحمد نور سره د خبرو له لارې د کړکیچ حل کولو ته هڅولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو مشرانو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغان او نړیوالو ځواکونو د هلو ځلو اومبارزې ستاینه هم کړې ده.

سپینې ماڼې ویلي،پینس او ولسمشر غني د افغانستان پر وروستیوامنیتي حالاتو، د سوېلي اسیا او په ځانګړې توګه دافغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ پر اغېزمنتیا خوښي څرګنده کړه.

سرچینې ویلي، د مرستیال ولسمشر پینس دغه اړیکه ولسمشر غني او له اجرايیه ريیس عبدالله عبدالله سره د هغو مستقیمو خبرو دوام دی چې تېره میاشت په کابل کې وشوې.

دغه راز دامریکامرستیال ولسمشر په افغانستان کې د هر اړخیزو سیاسي اصلاحاتو او د افغانستان راتلونکو ټاکنو ته د تیاریو په هکله پر هڅو ټینګار کړی دی.

بلخوا د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني د بلخ ولایت د والي د مسئلې د حل لپاره د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پینس د وړاندیز هرکلی کړی دی.

هغه په خپل ټویټر پاڼه کې ددې هرکلي ترڅنګ پر سیاسي اصلاحاتو او رڼو ټاکنو هم ټینګار کړی دی.

بلخوا مخکيني والي عطاء محمد نور هم په خپله ټويټرپاڼه کې د امريکا د مرستيال ولسمشر له يادو څرګندونو څخه مننه کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع