ژبه

د امريکا نوې دفاعي تګلاره کې د ترهګرۍ پر ځاى چين او روسيې ته ډېر پام شوى

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٦) : د امريکا په نوې دفاعي تګلاره کې راغلي چې د دوى د ملي امنيت مرکزيت اوس ترهګري نه، بلکې له روسيې او چين سره مقابله ده.

د امريکا د دفاع وزير جيمز ماټيس پرون په واشنګټن کې د نوې دفاعي تګلارې د اعلانولو پر مهال په ډاګه کړه چې دوى غواړي اوس له لويو قوتونو سره مقابله وکړي.

هغه زياته کړه، له چين او روسيې څخه امريکا ته ګواښونه زيات شوي او له دې وروسته يې هېواد دغه لوري ته ډېره پاملرنه کوي.

نوموړي ويلي، له روسيې څخه د امريکا ديموکراسي له ګواښ سره مخ شوې ده.

ماټيس روسيې ته په اشارې سره ويلي : (( که چېرې تاسو امريکا وننګوله؛ نو هغه ورځ به تاسو ته ډېره بده وي.))

د امريکا دفاعي تګلاره کې دا ډول بدلون وروسته له هغه راغلى چې د امريکا په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنو راپورونه ورکړل شوي، خو روسيې دا ادعاوې ردې کړې دي.

د امريکا دفاع وزير له کانګرېس څخه غوښتي چې د وسله والو ځواکونو لپاره ډېره بوديجه ځانګړې کړي .

دا په داسې حال کې ده  چې د امريکا ولسمشر ټرمپ غواړي په دفاعي بوديجه کې لس سلنه زياتوالى راولي.

بلخوا روسيې د امريکا پر دفاعي پاليسۍ کلکه نيوکه کړې او دا يې رد کړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي چې امريکا د مذاکراتو او خبرو اترو پر ځاى د تصادم لاره خپله کړې ده. 

login or register a new account.