کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٦): د طالبانو له خوا د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل شوي بريد کې د نورو کسانو تر څنګ په پاکستان کې افغان ډيپلوماټ ډاکتر پويان او د سولې عالي شورا يو چارواکی احمد فرزان هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا نهه بجې د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد وکړ او بالاخره دغه ۱۶ ساعته بريد نن له غرمې وروسته د ټولو بريدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې په بريد کې شپږ کسان وژل شوي او ١٠ نور ژوبل دي، خو نورې امنيتي سرچينې بيا يواځې د وژل شوو کسانو شمېر ١٨ تنه ښيي.
د سولې عالي شورا يوې سرچينې چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شورا د مطبوعاتي دفتر يو چارواکی احمد فرزان هم په دغه بريد کې وژل شوى دى.
بلخوا راپورونه وايي چې په دې پېښه کې په پاکستان کې افغان ډيپلوماټ ډاکتر عبدالله وحيد پويان هم وژل شوى دى.
هغه لومړى په پېښور ښار کې جنرال کونسل و او په دې وروستيو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جنرال کونسل په توګه ټاکل شوى و.
د عبدالحق عمري په نوم يو ژورنالېست چې هغه هم له ياد بريده روغ وتلى، پژواک اژانس ته وويل چې له پويان سره د هوټل په يوه خونه کې و.
نوموړى وايي چې پويان سوځېدلى او دى له بريده روغ وتلى دى.
ويل کېږي چې په دغه بريد کې د کام اير د پنځو کارکوونکو په ګډون يو شمېر بهرنيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې پنځو بريدګرو په کې برخه اخيستې وه.
login or register a new account.