کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٦): د وروستيو معلوماتو له مخې، د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد کې د اوکراين، قزاقستان او وينزويلا هېوادونو وګړي وژل شوي دي.
يوه ډله وسله والو طالبانو وړمه شپه د کابل پر انټرکانټنينټال هوټل بريد وکړ چې تر ١٦ ساعتونو وروسته دا جګړه پرون له غرمې وروسته په دوو بجو پاى ته ورسېده.
که څه هم د کورنيو چارو و زارت د وژل شوو کسانو شمېر پنځه تنه ښيي، خو د عامې روغتيا وزارت وايي چې ٢٢ جسدونه يې عدلي طب ته لېږلي دي.
د کابل امنيې قومانداني وايي چې په دغه بريد کې د ١٤ بهرنيانو په ګډون ١٨ کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
بلخوا د اوکراين د بهرنيو چارو وزير پاولو کليمکين منلې ده چې شپږ وګړي يې په ياد بريد کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې دغه وګړي يې د کام ایر افغان هوايي شرکت کارکوونکي او پيلوټان وو.
د دغو پیلوټانو د وژل کېدو له امله په افغانستان کې د یاد شرکت یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ الوتنې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.
د اوکراين ولسمشر هم په يوه بيانيه کې پر ياد بريد او د خپلو وګړو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه.
هغه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د خپل هېواد کونسلر ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره کابل ته ولاړ شي او د خپلو وګړو د جسدونو د لېږدولو لپاره اقدامات وکړي.
بلخوا د وينزويلا هېواد يوې کورنۍ امريکايي اژانس (اى پي) ته ويلي چې دوه غړي يې د کابل پر هوټل بريد کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې دوى هم له کام اير افغان هوايي شرکت سره دندې لرلې او جسدونه یې د وينزويلا د يوه بل وګړي له خوا چې هلته پيلوټ دى، پېژندل شوي دي.
دغه راز د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې په ياد بريد کې يې يو وګړى وژل شوى دى، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.
login or register a new account.