ژبه

د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد کې ١٥ بهرنيان او ٢٥ افغانان وژل شوي

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٦): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د کابل پر انټرکانټنينټال هوټل بريد کې د بهرنيانو تر څنګ ٢٥ افغانان هم وژل شوي دي.

د تېرې شنبې په ورځ د ماخوستن شاوخوا نهه بجې يوې ډلې وسله والو د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل بريد وکړچې تر ١٦ ساعتونو جګړې وروسته ووژل شول.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې بريدګر شپږ کسان وو، خو وسله والو طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د بريدګرو شمېر پنځه تنه اعلان کړی دی.

د کورنيو چارو او عامې روغتيا وزارتونو تر دې مخکې ويلي وو چې په دې پېښه کې د ١٤ بهرنيانو په ګډون ٢٢ کسان وژل شوي او ١٢ نور ټپیان دي چې په بهرنيانو کې د اوکراين، قزاقستان او وينزوېلا اوسېدونکي شامل.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې  په دغه بريد کې يې څلور وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح د سلواغې په پنځمه نېټه د فرانسې خبري اژانس (اى اېف پي) ته ويلي چې پر انټرکانټنينټال هوټل بريد کې ٢٥ افغانان وژل شوي دي.

هغه زياته کړې چې په دې پېښه کې ١٢ افغانان ټپيان شوي، خو د بهرنيانو له مرګ ژوبلې معلومات نه لري.

پژواک هڅه وکړه چې دغه ارقام له وحيد مجروح سره چيک کړي، خو له هغه سره پیه بیا بیا اړيکې نيولو سره هم د هغه ټيلېفون ځواب ورنه کړ.

تر دې مخکې د کام اير افغان هوايي شرکت اعلان کړى و چې په ياد بريد کې يې لس بهرني کارکوونکي وژل شوي دي.

بهرنيو رسنيو ويلي چې په دې پېښه کې ١٥ بهرنيان هم وژل شوي چې په وژل شوو کې اوه تنه د اوکراين، دوه د وېنزوېلا، يو د قزاقستان او څلور امريکايي وګړي شامل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع