کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٦): ولسمشر اشرف غني د انټرنېټ د کیفیت پر ښه والي او د بیې پر ټیټوالي د ټینګار تر څنګ يو ځل بيا په ډاګه کړه چې خلک له مخابراتي کیفیته راضي نه دي.
له ارګه د سلواغې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ولایتي ريیسانو او اترا ادارې له مسوولینو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې لومړی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اریوبي د کابل د وروستۍ تروریستي پېښې د ټولو قربانيانو په ځانګړي ډول د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ريیس جمال الدین پاچاخېل روح ته دعا وکړه.
هغه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ولایتي ريیسانو ته د درې ورځني کنفرانس د جوړېدو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه، د مخابراتو ولایتي او مرکزي مسوولینو په درې ورځني کنفرانس کې د مخابراتو سکتور د پلانونو او پرتو ستونزو په اړه بحث وکړ او ویې ویل چې د دغه سکتور د لا پیاوړتیا په خاطر برنامې ترلاس لاندې دي.
اريوبي وايي: ((د انټرنېټ د بیو د کموالي، پسته خانو جوړولو، برېښنایي حکومتولۍ، له سیم کارتونو د غیر قانوني استفادې د مخنیوي او مسلکي روزنیزې برنامې به د مخابراتي سکتور د پیاوړتیا په خاطر په راتلونکي کې عملي شي.))
ولسمشر غني د وروستیو تروریستي پېښو د ټولو قربانيانو او په ځانګړي ډول د فراه ولایت د مخابراتو د ريیس روح ته چې د کابل په وروستۍ تروریستي پېښه کې يې ژوند له لاسه ورکړ، دعا وکړه او د مخابراتو وزیر ته یې لارښوونه وکړه چې د جمال الدین پاچاخېل کورنۍ ته دې هر اړخیزه رسېدنه وکړي.
هغه د ترهګرو ځپلو او د ترهګرۍ بریدونو په مهارولو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او اتلولي وستایله وې ویل: ((زموږ اراده پیاوړې ده؛ ځکه حق پر باطل بریالی کېږي او دښمن به تحمیل شوې جګړه بایلي او موږ یې ګټو.))
ولسمشر غني د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار وکړ، وې ویل، د دغه تاوتریخوالي پای نږدی دی او دښمن منزوي شوی دی، دښمنان باید پوه شي چې د افغانستان د پرمختګ مانع نه شي کېدای؛ ځکه هره ورځ هېواد غښتلي کېږي.
محمداشرف غني د دغه سکتور د ارزښت په اړه وویل، د ټکنالوجۍ چټکتیا هره ورځ پراخېږي چې د څلورم صنعتي انقلاب په څېر د خلکو پر ژوند د پام وړ تاثیرات لري.
هغه د انټرنېټ د کیفیت پر ښه والي او د بیې پر ټیټوالي ټینګار وکړ وې ویل، خلک له مخابراتي کیفیت څخه راضي نه دي.
هغه څرګنده کړه، د مخابراتو سکتور باید تر حکومت لوړ لیدلوری ولري او د همدې لیدلوري پر اساس کار وکړي او په دې برخه کې لا زیاته همغږي لازمه ده. هغه د پسته خانو پر اړتیا ټینګار وکړ وې ویل، په دې برخه کې باید د نورو هېوادونو له تجربو استفاده وشي.
login or register a new account.