ژبه

پر انټرکانټېننټال هوټل برید کې شپږو امریکایانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٦): امريکا وايي چې د کابل پر انټرکانټنينټال هوټل بريد کې  يې څلور وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د تېرې شنبې په ورځ د ماخوستن شاوخوا نهه بجې يوې ډلې وسله والو د کابل پر انټرکانټېننټال هوټل بريد وکړچې تر ١٦ ساعتونو جګړې وروسته ووژل شول.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې بريدګر شپږ کسان وو، خو وسله والو طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د بريدګرو شمېر پنځه تنه اعلان کړی دی.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې پېښه کې د ١٤ بهرنيانو په ګډون ٢٢ کسان وژل شوي او ١٢ نور ټپیان دي چې ډېر يې بهرنيان د اوکراين، قزاقستان او وينزوېلا اوسېدونکي دي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې  په دغه بريد کې يې شپږو اتباعو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ياد وزارت ويانده هيرټ ناورټ په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې پر انټرکانټېننټال هوټل بريد کې يې څلور وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

نوموړې د وژل شوو امريکايانو کورنيو ته ډاډګېرنه ورکړې او د ټپيانو د ژر رغېدو هيله يې څرګنده کړې ده.

بلخوا ځينو نورو سرچينو ويلي چې په وژل شوو امريکايي وګړو کې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  د کمپاين يو سلاکار ريک ګيټس هم شامل دى.

سرچينې ويلي چې نوموړی د سخت دريځۍ په اړه  په يوه غونډه کې د ګډون په موخه کابل  ته تللی و.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع