کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦): د اندونيزيا ولسمشر د ديني علماوو د يوې داسې کمېټې جوړولو وړانديز کړى چې د افغان شخړې د هواري لپاره هلې ځلې وکړي.
د اندونيزيا ولسمشر جوکو ودودو چې پرون پاکستان ته په يوه رسمي سفر ورغلى، دغه څرګندونې د پاکستان له ولسمشر ممنون حسين سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې چې هېواد يې د افغان سولې پروسه کې مثبت رول لوبولى شي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي دغه راز وړانديز کړى چې د افغان شخړې د هواري لپاره د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د علماوو يوه کمېټه جوړه شي، څو په دې برخه کې کار وکړي.
په اسلام اباد کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ممنون حسين د اندونيزيا د ولسمشر له دغه وړانديز سره موافقه او ژمنه يې کړې چې په دې برخه کې به په ګډه کار کوي.
د هغه په وينا، د سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات اړين دي.
د اندونيزيا ولسمشر جوکو ودودو ويلي چې شخړې او جګړې د هېچا په ګټه نه دي، له دې امله ډېر عام خلک زيانمنېږي.
هغه د شخړو د هواري لپاره پر خبرو اترو او مذاکرې ټينګار کړى او زياته کړې یې ده چې په اندونيزيا کې هم لسګونو کلونو شخړې د خبرو اترو له لارې هوارې شوې دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د افغان شخړې د هواري او سولې په هلو ځلو کې د اندونيزيا ونډه زياته شوې ده.
څو مياشتې مخکې د افغانستان د سولې عالي شورا د رييس په مشرۍ يو لوړپوړى پلاوى دغه هېواد ته تللى و.
login or register a new account.