ژبه

د پروان او فراه ولايتونو لپاره نوي واليان وټاکل شول

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦) :  د افغانستان حکومت د پروان او فراه ولايتونو لپاره نوي واليان ټاکلي دي.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې يوې سرچينې د سلواغې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې ددوى په وړانديز ولسمشر جنرال فضل الدين عيار د پروان د والي په توګه ټاکلى دى.

سرچينې زياته کړه، چې دغه راز ولسمشر  د پروان پخوانى والي جنرال عبدالبصير سالنګي د فراه د والي په توګه ټاکلى دى.

د فراه والي محمد عارف شاه جهان څو ورځې مخکې د خلکو تر لاريونونو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.

د پروان نوى والي فضل الدين عيار د پروان ولايت د مرکز د چاريکارو ښار اړونده د تتمدره سيمې اوسېدونکى دى او په ١٣٣٧ لمريز کال کې زېږېدلى دى.

هغه تر لومړنيو زده کړو وروسته د پروان له تربيه معلم موسسې څخه فارغ شوى  او له هغه وروسته د شوروي يرغل پر وړاندې يې په جهاد کې يې ونډه اخيستې ده.

 هغه د پوليسو د ٢٠٢ شمشاد زون د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

د فراه نوى والي جنرال عبدالبصير سالنګي په ١٣٤١ لمريز کال کې د پروان دسالنګ ولسوالۍ په شامخ وسرد کلي کې زېږېدلى دى.
لومړنۍ زده کړې يې د سالنګ په منځني ښوونځي او ثانوي يې د کابل ښار په انصاري لېسه کې ترسره کړې دي.
پر هېواد دوخت دشوروي اتحاد د يرغل پر مهال يې زده کړې پرېښودې او د احمدشاه مسعود په مشرۍ د مجاهدينو له ليکو سره يو ځاى شو.
د استاد رباني د حکومت پر مهال هغه ته د بريد جنرالۍ رتبه ورکړل شوه او د ٨٥١ لوا د قوماندان په توګه وټاکل شو او ځينې نورې دندې يې هم ترسره کړې دي.

د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته د حامد کرزي په مشرۍ  په لومړۍ دوره کې د کابل دامنيه قوماندان په توګه يې دنده ترسره کړه او د ډګر جنرالۍ رتبه هم ورکړل شوه.
په ١٣٧٣ لمريز کال کې د ميدان وردګو ولايت دامنيه قوماندان  او په ١٣٧٥ لمريز کال کې د ننګرهار دامنيه قوماندان په توګه وټاکل شو.
جنرال سالنګي په ١٣٧٦ لمريز کال کې د پروان د مرستيال والي او په ١٣٨٨ لمريز کال کې د والي په توګه وټاکل شو .

login or register a new account.