کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٦): د اندونيزيا ولسمشر جوکو ودودو په يوه رسمي سفر د دوشنبې په ورځ کابل ته راځي.
د اندونيزيا د حکومت د کابينې يوه چارواکي پرومونا اننونګ په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې ولسمشر جوکو ودودو د پنځو هېوادونو په سفر وتلى دى.
سرچينې زياته کړې چې هغه سريلانکا، هندوستان، بنګله دېش، پاکستان او افغانستان ته رسمي سفرونه کوي.
يوې بلې ډيپلوماتيکي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د اندونيزيا ولسمشر سبا (د دوشنبې ورځ) په رسمي سفر کابل ته راځي.
د اندونيزيا ولسمشر جوکو ودودو اوسمهال په بنګله دېش کې دی او له دې مخکې په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی و.
هغه د پاکستان له ولسمشر ممنون حسين سره د ليدنې پر مهال ويلي وو چې هېواد يې د افغان سولې پروسه کې مثبت رول لوبولى شي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
جوکو ودودو دغه راز وړانديز کړى چې د افغان شخړې د هواري لپاره د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د علماوو يوه کمېټه جوړه شي، څو په دې برخه کې کار وکړي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د افغان شخړې د هواري او سولې په هلو ځلو کې د اندونيزيا ونډه زياته شوې ده.
څو مياشتې مخکې د افغانستان د سولې عالي شورا د رييس په مشرۍ يو لوړپوړى پلاوى دغه هېواد ته تللى و.
login or register a new account.