ژبه

له نيوزيلينډه په رخصتۍ راغلى یو افغان د کابل پرونۍ پېښه کې وژل شوى

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٦): يو افغاني الاصل نيوزيلينډی ډاکتر چې په رخصتۍ کابل ته راغلى و، په پروني ځانمرګي بريد کې وژل شوى دى.

پرون د وسله والو طالبانو له خوا د کابل صدارت څلورلاره کې د امبولانس په وسيله ترسره شوي ځانمرګي بريد کې نږدې ٣٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دې پېښې په قربانيانو کې له نيوزيلينډ څخه هېواد ته راغلى افغان کډوال ډاکتر محمد هاشم سليمانخېل هم شامل دى.

د هغه د کورنۍ يوه غړي حمدالله همدرد په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ليکلي چې ډاکتر هاشم خپله نګور او لمسيان د پلار کور ته راوستلي وو او ټاکل شوې وه چې نن د يکشنبې په ورځ بېرته نيوزيلينډ ته ستون شي.

همدرد ليکلي: ((خو هغه څه خبر و چې د نيوزيلينډ پر ځاى به له دې نړۍ څخه سترګې پټوي.))

د نوموړي په وينا، ډاکتر سليمانخېل له تېرو دوو مياشتو راهيسې په کابل کې و او هره ورځ به ترې په هېواد کې د سولې او ثبات په اړه پوښتنې کولې.

د نيوزيلينډ د بهرنيو چارو وزارت هم د کابل په پرونۍ پېښه کې د ډاکتر سليمانخېل وژنه تاييد کړې ده.

سرچينې زياته کړې چې دغه افغان د نيوزيلينډ تابعيت هم ترلاسه کړى و او دوى د خپل وګړي پر وژل کېدو خواشيني شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ٦٠ کلن ډاکتر سليمانخېل په ١٩٨٠ زېږديز کال کې نيوزيلينډ ته کډوال  او همالته مېشت  شوى و.

د ډاکتر سليمانخېل لمسي عمر سليمانخېل نيوزيلنډي رسنيو ته ويلي چې نيکه يې دلته د افغانانو د ټولنې مشر و او له خلکو سره يې په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کولې.

login or register a new account.