ژبه

د امريکا ولسمشر ټرمپ د ګوانتانامو زندان د نه تړلو امر کړی

واشنګټن (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې پخوا يې په غير منطقي توګه سلګونه خطرناک ترهګر خوشې کړي او دفاع وزارت ته يې امر کړى چې  د ګوانتانامو زندان ونه تړي.

ټرمپ دغه څرګندونې نن سهار د امريکا ولس ته د کانګرېس له لارې په خپلې کلنۍ وينا کې کړې دي.

هغه په دې وينا کې تر ډېره د امريکا پر اقتصاد او بهرنۍ تګلارې خبرې کړې، د پاکستان يادونه يې نه ده کړ، خو د افغانستان نوم يې ياد کړی دی.

نوموړي د افغانستان په اړه وويل چې امريکايي ځواکونه اوس په افغانستان کې د جګړې نوي قوانين لري.

ټرمپ وايي: ((زموږ پوځيان له زړورو افغان ملګرو سره يو ځای نور د مصنوعي مهالوېشونو له امله نه کمزوري کېږي او له دې وروسته دښمنانو ته خپل پلان هم نه په ډاګه کوو.))

د امريکا ولسمشر د ترهګرو په اړه وويل چې تېر کال يې د داعش ډلې د له منځه وړو ژمنه کړې وه، اوس د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو په عراق او سوريه کې دې ډلې ته ماتې ورکړه او هغوى سل سلنه خپلې سيمې له لاسه ورکړې دي.

هغه داهم وويل چې د داعش ډلې پر ضد جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او تر هغه به دوام لري چې ډا ډله په بشپړه توګه له منځه نه وي تللې.

ډونالډ ټرمپ دغه راز زياته کړه چې د کيوبا په ټاپو کې به د ګوانتانامو زندان ونه تړي.

نوموړي ويلي: ((ما نن نوی اجرائيوي فرمان لاسليک کړ او د دفاع وزارت ته مې هدايت وکړ چې د ګوانتانامو زندان خلاص وساتي او د نظامي بندي خانو پر پاليسۍ دې له سره غور وکړي.))

د هغه په وينا، ترهګر په روغتونونو کې چاودنې کوي. د امکان په صورت کې به يې له منځه وړي، خو کله نا کله د دې اړتيا رامنځته شي چې ژوندي ونيول شي او پلټنې ترې وشي.

ده زياته کړه: ((پخوا موږ په غير منطقي توګه سلګونه خطرناک ترهګر، بېرته خوشې کړل او بيا ورسره مخ شو.))

د يادونې ده، د ګوانتانامو زندان په ٢٠٠١ زېږديز کال کې پر امريکا د القاعدې تر بريدونو وروسته، کله چې امريکا په افغانستان کې د دوى پر ضد عمليات پيل کړل، جوړ شو.

login or register a new account.