کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦) : ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت رييس او د کورنيو چارو وزير د کابل د وروستيو بريدونو له شواهدو او ثبوتونو سره اسلام اباد ته لېږلي دي.
يوې باوري سرچينې د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزى او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک نن سهار له کابل څـخه اسلام اباد ته روان شول.
سرچينې زياته کړې چې دوى له ځانه سره ټول هغه ثبوتونه او شواهد وړي چې د کابل په وروستيو بريدونو کې په پاکستان کې د مېشتو طالبانو او حقاني ډلې لاس لرل څرګندوي.
يادې باوري سرچينې وويل چې افغان پلاوى به دا شواهد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د دغه هېواد د څارګرې ادارې ( اى اېس اى) رييس نويد مختار سره د ليدنې پرمهال شريک کړي.
سرچينه وايي، افغان پلاوى به له پاکستاني چارواکو و غواړي څو ټول هغه کسان افغان حکومت ته وسپاري چې د کابل په وروستيو بريدونو کې يې لاس درلود.
د يادونې ده چې په تېرو دوو اوونيو کې په کابل کې د خونړيو بريدونو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ولسمشر اشرف غني پرون په روغتون کې د يادو پېښو د ټپيانو د پوښتنې پر مهال په ډاګه کړه چې ډېر ژر به ددې بريدونو غچ واخلي.
login or register a new account.