کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د امريکا د ملي امنيت سلاکار خپل افغان سيال حنيف اتمر سره په خبرو کې ډاډ ورکړى چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې به افغانان يواځې نه پرېږدي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو مسوول او وياند قادر شاه د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار مېک ماسټر تېره شپه د ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
هغه زياته کړه چې په دې اړيکه کې دامريکا د ملي امنيت سلاکار د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امريکا د خلکو په استازيتوب د کابل د وروستيو پېښو په اړه خواخوږي څرګنده کړه.
مېک ماسټر ددغو بريدونو د غندلو ترڅنګ ويلي چې امريکا به په دې سختو شېبو او له ترهګرۍ سره په مقابله کې له افغانانو او افغان حکومت سره اوږه په اوږه ولاړه وي.
نوموړي ژمنه کړې چې امريکا به هېڅکله افغانان په دې جګړه کې يواځې نه پرېږدي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له خپل امريکايي سيال څخه د مننې تر څنګ په ډاګه کړه چې د ترهګرو خوندي ځالې له افغانستان څخه بهر دي، د روزنې او تمويل چارې يې هلته تر سره کېږي.
حنيف اتمر ويلي چې دغه ترهګر بيا افغانستان، سيمې او ټولې نړۍ ته ګواښ رامنځته کوي.
login or register a new account.