ژبه

هند او افغانستان له ترهګرۍ سره مبارزه کې پر ګډ کار ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د هندوستان لومړي وزير نريندار مودي له ولسمشر غني سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د دواړو هېوادونو له خوا د ترهګرو او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړو لپاره پر ګډ کار ټينګار وکړ.

له ارګه د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له ولسمشر اشرف غني سره د ټيلېفوني اړيکې له لارې په پلازمېنه کابل او د هېواد په نورو سيمو کې د وروستیو ترهګريزو بریدونو له امله د یو شمېر هېوادوالو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه.

سرچينې زياته کړه، نوموړي د هند د خلکو او حکومت په استازیتوب د افغانستان له خلکو او حکومت سره غمرازي وکړه او دغه ترهګریز بریدونه یې پر سختو ټکو وغندل.

د هند لومړي وزیر د دې اړيکې په ترڅ کې ولسمشر غني ته وویل: ((زموږ او ستاسو په ګاونډ کې د ترهګرو پټنځایونه او روزنیز مرکزونه شته دي چې د دغه ډول بریدونو لپاره تمویل او تجهیز کېږي.))

هغه ټينګار وکړ چې د ترهګرو او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړو لپاره باید هند او افغانستان خبرې وکړي او په دې برخه کې لا جدي مبارزې ته ادامه ورکړي.

د هند لومړي وزير زياته کړې، هېواد یې د افغان ټپیانو د درملنې په برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی او هند تل د ښه ملګري په توګه د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دی.

ولسمشر غني د افغانستان حکومت او خلکو په استازیتوب د هند د خلکو او حکومت له همدردۍ او غمشریکۍ مننه وکړه او هند یې د افغانستان صادق او رښتینی دوست وباله.

هغه زیاته کړه، رښتیني ملګري همداسې وي چې په سختۍ کې خپله خواخوږي څرګنده او ستاسو په څېر د هر ډول همکارۍ چمتووالی وښیي.

ولسمشر غني د افغانستان او سیمې د جغرافیې په اړه د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د لیدلوري او فکر قدرداني وکړه او په ټینګار سره یې وویل، د دې وخت را رسېدلی چې د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو د لا منزوي کېدو په برخه کې باید هڅې نورې هم چټکې شي.

نوموړي دغه راز په کابل ښار کې د سلواغې د اوومې نېټې فاجعه د بمبۍ او نیویارک ښار د سپټمبر د یوولسمې نېټې ترهګريزو بريدونو سره ورته وبلله.

login or register a new account.