ژبه

ولسمشر د پاکستان له لومړي وزير سره ټيليفوني خبرې ردکړې

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦) : ولسمشر اشرف غني د پاکستان  له لومړي وزير سره ټېليفوني خبرې رد کړې دي.

يوې باوري سرچينې د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي غوښتنه کړې وه چې له ولسمشر اشرف غني سره د کابل د وروستيو بريدونو په اړه د ټېلېفوني غمشريکي وکړي.

خو يادې سرچينې وويل چې ولسمشر له نوموړي سره ټېلېفوني خبرې ردکړې او دا کار يې د افغانانو پر ټپونو د مالګې دوړولو په معنى بللى دى.

بايد وويل شي چې په تېرو دوو اونيو کې په کابل کې د خونړيو بريدونو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان حکومت ويلي چې ددې بريدونو تر شا د حقاني ډلې او طالبانو لاس و چې په پاکستان کې پټ دي او له هماغه ځايه بريدونه تنظيموي. 

login or register a new account.