کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): پاکستان ادعا کړې ده چې د حقاني شبکې او افغان طالبانو اړوند ٢٧ کسان يې افغان حکومت سپارلي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکتر محمد فيصل په اسلام اباد کې يوې خبري غونـډې ته ويلي چې دغه کسان دوه مياشتې مخکې افغان حکومت ته سپارل شوي.
هغه زياته کړې، دوى به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي، د طالبانو او حقاني ډلې اړوند شکمن کسان چې د پاکستان خاوره په افغانستان کې د ترهګرو فعاليتونو وکاروي، مخه يې ونيسي.
د يادونې ده، افغان حکومت له کلونو راهيسې شکايت کوي چې افغان طالبان او د حقاني ډله په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري او له هغه ځايه په افغانستان کې بريدونه پلانوي، خو پاکستان دا نه منل.
دا لومړى ځل دى چې د پاکستان حکومت په رسمي توګه په خپل هېواد کې د دغو کسانو شتون منلى او افغان حکومت ته يې د يو شمېر کسانو د تسليمولو خبره کړې ده.
خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړى استازى ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي: ((دا زما لپاره مهم خبر دى، که چېرې په رښتيا دغه کار شوى وي؛ نو د دواړو هېوادونو د اړيکو ښه کولو کې مهم رول لوبولى شي.))
دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو د وزير او ملي امنيت د رييس په مشرۍ د افغانستان د حکومت يوړ لوړپوړى پلاوى نن اسلام اباد ته تللى، څو د کابل د وروستيو بريدونو په اړه اسناد او شواهد پاکستان ته وسپاري.
د افغانستان سفير زاخېلوال په اسلا م اباد کې له افغان پلاوي سره د ليدنې پر مهال ويلي چې دوى به نن د پاکستان له لومړي وزير او نورو پوځي او ملکي چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.
يوې باوري سرچينې پژواک ته ويلي چې افغان پلاوى به له پاکستانه د هغو کسانو د ور سپارلو غوښتنه وکړي چې د پاکستان په وروستيو بريدونو کې لاس لري.
login or register a new account.