ژبه

د پاکستان پلاوی کابل ته را ورسېد

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): د ترهګرۍ او ځينو نورو موضوعاتو په اړه د خبرو اترو لپاره د پاکستان پلاوى کابل ته را رسېدلى دى.

يوې حکومتي سرچينې د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستاني پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزارت مرستياله تهمينه جنجوعه کوي.

سرچينې زياته کړې چې دغه پلاوى نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل هوايي ډګر ته را ورسېد چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د استازو له خوا يې هرکلى وشو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له پاکستاني پلاوي سره به پر مشخصو پلانونو خبرې وشي.

د دغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوى چې په کې پوځي او ملکي چاروکي شامل دي، د دواړو هېوادونو تر منځ د پخوانيو پرېکړو له مخې کابل ته راځي.

سرچينې زياته کړې، د پاکستاني پلاوي دغه سفر د کابل د وروستيو ترهګريزو پېښو او اسلام اباد ته د افغانستان د ملي امنيت د رييس او د کورنيو چارو د وزير د سفر په رڼا کې ترسره کېږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزى به په خبرو اترو کې د افغان پلاوي مشري کوي او په دې غونډه کې به د ترهګرو پر ضد مبارزه کې د دواړو هېوادونو ژمنې ارزول کېږي.

د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړې چې د دې خبرو په پايله کې به پر مشخصو پلانونو او عملي اقداماتو موافقه وشي.

خو د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفر پرېکړه پخوا شوې وه او له وروستيو پېښو سره تړاو نه لري.

سرچينې زياته کړې وه چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ د کاري پلان د همغږۍ غونډې لومړۍ ناسته ده، چې په کابل کې ترسره کېږي.

د پاکستان سفارت ويلي چې په دې خبرو کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، سولې، پخلاينې او د افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې وشي.

خو د افغانستان د حکومت يوې سرچينې پژواک اژانس ته ويلي وو، پخوا پاکستان افغان حکومت ته يو ګډ کاري پلان وړاندې کړى و، چې د افغان لوري لخوا پرې تر کار وروسته نهايي وشو او بېرته يې پاکستان ته ولېږلو.

login or register a new account.

ورته موضوع