کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): روسيې د افغانستان وروستۍ پېښې وغندلې او په ډاګه يې کړه چې دوى له افغانانو سره کلک ولاړ دي.
د امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادر شاه د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر تېره ورځ ناوخته په کابل کې د روسيې له سفير الکساندر منتيسکي سره وليدل.
هغه زياته کړه، په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو او د ترهګرۍ پر ضد پر روانې مبارزې خبرې وشوې.
د روسيې سفير په افغانستان او په ځانګړې توګه د کابل وروستۍ ترهګريزې پېښې وغندلې او د ملي امنيت له سلاکار، ولسمشر غني او افغانانو سره يې خپله غمرازي شريکه کړه.
هغه زياته کړه چې روسيه له افغانانو سره ولاړه ده او تل يې د افغان شخړې پر سياسي حل لارې ټينګار کړى دى.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د روسيې د سفير او د دغه هېواد له نورو مشرانو د مننې تر څنګ ويلي څو چې له افغانستانه بهر د ترهګرو خوندي ځالې له منځه وړل شوې نه وي، نو ترهګري به افغانستان، سيمه او ټوله نړۍ ګواښي.
login or register a new account.