کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٦): د خيبر پښتونخوا ايالت په سوات سيمه کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ٢٤ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريد پرون له ماښام وروسته د سوات په کبل سيمه کې شوى دی.
سرچينې زياته کړې چې پلي ځانمرګي بريدګر د کبل په سيمه کې د پوځ د يوې قطعې پر سرتېرو چې د والیبال لوبه یې کوله، ځان ته چاودنه ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه بريد کې لومړى درې سرتېري وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان وو، خو وروسته اوو نورو ټپي سرتېرو هم ساه ورکړه.
پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې په وژل شوو او ټپيانو کې دوه لوړ پوړي افسران هم شامل دي.
پاکستاني طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د يادونې ده، څو کاله مخکې سوات د پاکستاني طالبانو مهم مرکز ګڼل کېده، خو د پاکستان د پوځ له خوا هلته عمليات ترسره شول او دا سيمه يې پاکه کړه.
دا په وروستيو درېيو کلونو کې تر خونړى بريد دى چې په سوات کې ترسره شوى.
login or register a new account.