کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٦): په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې په بدخشان ولايت کې يې د چين او تاجکستان پولو ته نږدې د وسله والو طالبانو د روزنې، مالي او د همغږۍ مرکزونه بمبار کړي دي.
په کابل کې د دغو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بي ٥٢ ډوله الوتکې په مرسته دغه هوايي بريدونه په تېرو څلورو ورځو کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په بدخشان ولايت کې د چين او تاجکستان پولو ته نږدې د وسله والو طالبانو د روزنې او تمريناتو مرکزونه، مالي او د پلانونو مرکزونه بمبار کړي دي.
امريکايي ځواکونو ويلي چې په دې بمباريو کې هغه پوځي موټر هم له منځه وړل شوي چې وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو نيولي وو او په ځانمرګو بريدونو کې يې ترې ګټه پورته کوله.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو هدفي عملياتو کې د وسله والو طالبانو پر مهمو ساحو ٢٤ هوايي بريدونه شوي چې تر اوسه په افغانستان کې په يو وخت کې د بي ٥٢ ډوله الوتکې لخوا تر ټولو زيات بريدونه دي.
امريکايي ځواکونو ويلي چې په وروستيو لسيزو کې دغه ډول الوتکې د دوى په هوايي بريدونو کې ډېرې اغېزناکې تمامې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دوامداره هوايي بريدونو سره د وسله والو طالبانو فعاليتونو ته په هلمند ولايت کې شديده ضربه ورکړې او د هغوى د نشه يي توکو فابريکې او مرکزونه یې له منځه وړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو بمباريو کې په هلمند کې د طالبانو خوندي روزنيز مرکزونه هم له منځه وړل شوي او هغوى ته د نشه يي توکو په کاروبار کې ٣٠ ميليونه ډالر زيان اړول شوى دى.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن ويلي، اوس طالبان هېچ چېرې نه شي پټېدلى.
هغه زياته کړې: ((اوس په افغانستان کې هېڅ يوې ترهګرې ډلې لپاره خوندي ځاى نشته.))
login or register a new account.