ژبه

د کابل پر ١١١ فرقې د بريد په تړاو د دوو جنرالانو په ګډون ٧ چارواکي ګوښه شول

کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٦): ولسمشر اشرف غني د کابل پر ١١١مې فرقې په بريد کې د وظيفوي غفلت له امله د دوو جنرالانو په ګډون اووه چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.

د ولسمشر وياند شاه حسين مرتضوي د سلواغې په ١٧مه په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې له ياد بريد وروسته ولسمشر د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه کې اړوندو ارګانونو ته د دې پېښې د پلټنو امر کړى و.

هغه زياته کړه چې ولسمشر نن د يادې پېښې د څېړنو د راپور تر اورېدو وروسته د دوو جنرالانو په ګډون اووه لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل.

مرتضوي ويلي چې دغه کسان به د پلټنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته هم معرفي شي.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، د ملي اردو اړوند اوو کسانو نومونه په کې اخيستل شوي دي:

۱- د کابل د ۱۱۱فرقې د لومړۍ لوا قوماندان برید جنرال عبدالستار خټګر

۲-  د کابل د ۱۱۱مې فرقې د لومړۍ لوا د ارکان رييس برید جنرال غیور

۳- د لومړۍ لوا د دويم کنډک د ارکان رييس او سرپرست جګړن قدرت الله

۴- د لومړۍ لوا د دويم کنډک د اوپراسيون امر جګړن حيات الدین

۵- د لومړۍ لوا د دویم کنډک د استخباراتو امر تورن عبدالقديم

۶- د لومړۍ لوا د دويم کنډک د استخباراتو ضد امر دويم بریدمن محمد شریف

۷- د لومړۍ لوا د دويم کنډک د لومړي ټولي قوماندان تورن عبدالاحد نومونه ياد کړي دي

login or register a new account.

ورته موضوع