کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦): د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو په کچه د خبرو اترو دويم پړاو خبرې، پرون په اسلام اباد کې پيل شوې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکتر محمد فيصل د سلواغې په ٢١مه، په ټويټر کې ليکلي چې دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ افغان پلاوى په خبرو کې د ګډون لپاره پرون اسلام اباد ته رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې دا خبرې پرون ناوخته په اسلام اباد کې پيل شوې او نن به ديوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره پاى ته ورسېږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دا خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري پلان د همغږۍ د غونډې دويمه ناسته ده چې لومړۍ ناسته يې تېره اوونۍ په کابل کې تر سره شوه.
سرچينې ويلي چې په دې خبرو کې به د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، سولې، پخلاينې او د افغان کډوالو پر موضوعاتو بحث وشي.
خو افغان حکومت تېره اوونۍ د کابل د غونډې پر مهال ويلي وو چې دا خبرې اترې په کابل کې له وروستيو خونړيو پېښو سره تړاو لري او په دې اړه خبرې کېږي.
په دې غونډه کې ددواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو په ګډون پوځي او ملکي چارواکي هم ګډون کوي.
login or register a new account.