کابل (پژواک،٢٤ سلواغه ٩٦): د افغانستان د سولې شورا او د علماوو شورا ګډ پلاوى د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره د اندونيزيا پلازمېنې جکارتا ته رسېدلى دى.
د سولې شورا مطبوعاتي دفتر د سلواغې په ٢٤مه، په ټويټر کې ليکلي چې دا پلاوى پرون اندونيزيا ته رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې افغان ګډ پلاوى به د اندونيزيا له دولتي چارواکو او له علماوو سره د سولې پروسې په اړه خبرې او بحثونه وکړي.
د سولې عالي شورا سرچينې ويلي، پلاوى جاکارتا ته له رسېدو سره سم د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت ته ولاړ او له مسوولينو سره يې لومړنۍ ليدنې ترسره کړې.
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت سرچينې ويلي، په دې سفر کې به د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د علماوو د ګډ کنفرانس په اړه سلا مشورې کېږي.
اندونيزيا ته په تللي پلاوي کې د سولې د شورا مرستيال مولوي عبدالخبير اوچقون، د علماوو شورا غړى مولوي عطاءالله لودين،د عدليې وزارت مرستيال او د علماوو شورا غړى مولوي قاسم حليمي، د سولې او علماوو شورا غړى مولوي پير محمد روحاني، د ولسمشر سلاکار او د علماوو شورا غړى مولوي عنايت الله بليغ شامل دي.
دغه راز د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رييس ډاکټر اکرم خپلواک او د دارالانشاء بل غړى ډاکټر زيرک يوسفي هم له پلاوي سره تللي دي.
د يادونې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې کابل ته د اندونيزيا د ولسمشر د سفر پر مهال د درېيو هېوادونو د علماوو د ګډ کنفرانس په اړه خبرې شوې وې.
تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني ويلي و چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه درې مهمې غونډې په تاشکند، دوبۍ او اندونيزيا کې ترسره شي.
login or register a new account.