ژبه

د پاکستان د پوځ مشر په ګډه امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی

کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): د پاکستان د پوځ مشر په يوه ګډه امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلى دى.

يوې باوري دولتي سرچينې د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه له يوه پوځي  پلاوي سره نن سهار وخته کابل ته راغلى دى.

سرچينې  زياته کړې چې هغه به د افغانستان، پاکستان، امريکا او ناټو د پوځي مشرانو په ګډه امنيتي غونډه ګډون وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان لوى درستيز جنرال يفتلي، په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرا نيکولسن، د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه او د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل ګډون کوي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.