ژبه

کابل کې د ناټو تر څنګ د څلورو هېوادونو د لوى درستيزانو دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه

کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د څلورو هېوادونو او ناټو د لوى درستيزانو دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې د ګډون په موخه د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د ازبکستان، قزاقستان او ازبکستان د پوځ مشران هم را رسېدلي دي.

هغه زياته کړه چې په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن هم برخه اخيستې ده.

نوموړي وويل، دا غونډه  نن له غرمې مخکې په کابل کې پيل شوه او تر سبا پورې به دوام ولري.

جنرال وزيري وايي چې په دې غونډه کې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې پر چټکولو او لارو چارو باندې خبرې کېږي.

بلخوا د پاکستان حکومت اعلان کړى چې د پوځ مشر جنرال باجوه په کابل کې د سيمې د امنيت او ثبات په موخه جوړې شوې نظامي غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته تللى دى.

تر دې مخکې ځينو سرچينو ويلي چې په دې غونډه کې د جنرال نيکولسن په ګډون د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل هم ګډون کوي، خو تر اوسه په دې اړه رسمي سرچينو څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.