کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٦): ټاکل شوې ده چې راتلونکې مياشت د اندونيزيا په پلازمېنه جکارتا کې د افغانستان، پاکستان او ندونيزيا دعلماوو ګډ کنفرانس جوړ شي.
يوې باوري سرچينې د سلواغې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې غونډې جوړولو لپاره له څه مودې راهيسې هلې ځلې روانې وې.
سرچينه وايي چې د افغانستان د سولې عالي شورا د رييس په مشرۍ يو پلاوى څو مياشتې مخکې اندونيزيا ته د سفر پر مهال او کابل ته تېره مياشت داندونيزيا د ولسمشر د سفر پر مهال په دې اړه خبرې اترې شوې وې.
يادې سرچينې وويل، چې دا غونډه د راتلونکې مارچ مياشتې په دويمه اوونۍ کې پلان شوې ده، چې له هر هېواد څخه به ١٥ تنه ديني عالمان په کې ګډون کوي.
سرچينه وايي، په دې کنفرانس کې به د افغانستان د سولې او ثبات په اړه په تفصيل سره بحث وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې شورا او علماوو شورا يو پلاوى څو ورځې مخکې اندونيزيا ته تللى و او د دغه هېواد له چارواکو سره يې ليدلي دي.
د افغانستان حکومت او د سولې شورا تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.