کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٦): د ناټو سرمنشي وايي چې ٢٨ غړو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو ژمنې کړې دي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون ناوخته د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو تر غونډې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.
د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن په بروکسل کې پيلېږي چې په کې به د ناټو د ٢٩ غړو هېوادونو د دفاع وزيران ګډون وکړي.
سټولټنبرګ وويل چې د دفاع وزيرانو په دې غونډه کې به د راتلونکې سرمشريزې غونډې پر اجنډا او نورو موضوعاتو خبرې کېږي.
ټاکل شوې ده چې د ناټو سازمان سرمشريزه غونډه د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې په بروکسل کې ترسره شي.
د ناټو سرمنشي زياته کړه چې دغه راز په دې غونډه کې به د ناټو اړوندو پوځي مسايلو تر څنګ د ترهګرۍ پر ضد پر روانې مبارزې هم خبرې کېږي.
سټولټنبرګ د افغانستان په اړه وويل چې په افغانستان کې د سيمه ييزو ځواکونو روزل او د ترهګرۍ پر وړاندې له هغوى ګټه اخيستل، د دوى يوه له ښو تجربو ده.
هغه زياته کړې چې د ناټو ٢٨ غړو هېوادونو ژمنې کړې چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره زياتوي، څو افغان ځواکونه په ښه توګه وروزل شي.
د ناټو سرمنشي ډاډ څرګند کړى چې د روان زېږديز کال په اوږدو کې به يې د روزنې د ماموريت د سرتېرو شمېره ١٦ زرو ته ورسېږي.
تېر کال د ناټو د روزنې د ماموريت د سرتېرو شمېره ١٣ زره وه.
د سټولټنبرګ په وينا، د غړو هېوادونو له خوا د نورو سرتېرو د لېږلو ژمنې د افغانستان له امنيت سره د دغه سازمان د دوامداره همکارو ښکاره بېلګه ده.
login or register a new account.