ژبه

امریکا د کابل او تاشکند کنفرانسونو په برخه کې د افغانستان له دریځه ملاتړ کوي

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۶) : امریکا وایي، چې د تاشکند او کابل کانفرانسونو په اړه دافغانستان له دریځ څخه ملاتړ کوي.

د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې دسویلي اسیا لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې میرمن الیس ویلس سره یې نن په کابل کې لیدلي دي.

هغه زیاته کړې، له نوموړې سره یې د کابل پروسې پر کانفرانس، افغان سولې پروسې ، د ترهګرۍ پر ضد پر سیمییززو همکاریو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

بلخوا د ملي امنیت شورا له دفتر څخه پژواک اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلې، چې میرمن ویلس تت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره په دې لیدنه کې  پر دوه اړخیزو موضوعاتو بحث وکړ.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د همکاریو پر څرنګوالي په ځانګړي توګه د کابل پروسې او د ازبکستان په تاشکند کې د جوړیدونکو کنفرانسونو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

 د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وویل، چې د امریکا متحده ایالات د کابل پروسې او تاشکند د کنفرانسونو په برخه کې د افغانستان له دریځ څخه ملاتړ کوي.

همدارنګه دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د دویم پړاو پر څرنګوالي هم خبرې وکړې.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له میرمن ویلس څخه د همکاریو د دوام او تعقیب له امله مننه وکړه ، نوموړي د کابل کنفرانس د سولې، ثبات او په سیمه کې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې له پاره مهم و باله.

هغه زیاته کړه، چې د کابل پروسې او تاشکند کنفرانس څخه د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ او همکاري مهم رول لري.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ناسته کې پر یو لړ نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

login or register a new account.