کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٦) : د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په راتلونکو دوو ورځو کې په د کابل ښار امنيتي پلان له خلکو سره شريک شي.
ددغه وزارت وياند نجيب دانش چې د سلواغې په ٢٦مه، د حکومت رسنيو مرکز کې خبري کانفرانس ته وينا کوله، په ډاګه کړه، چې د کابل ښار امنيتي پلان نهايي شوى دى.
هغه زياته کړه، چې حکومت د کابل ښار امنيت لپاره جدي امنيتي تدابير نيولي دي ، خو اوس مهال کوم جدي ګواښ نشته.
د نوموړي په وينا، د ښار د امنيت لپاره د ښار په ځېنو سيمو کې د تالاشۍ پوستې جوړې شوې او په ځينو سيمو کې لارې بندې شوي، چې په دې برخه کې يې له ښاريانو څخه مرسته او همکاري وغوښته.
دانش وويل، چې د کابل ښار امنيتي پلان د ولسمشر لخوا منظور او تاييد شوى او په راتلونکو دوو ورځو کې به له خلکو او رسنيو سره شريک شي.
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې ددې پلان له مخې، ډېرى پاملرنه د کابل ښار اطرافو او کمربندونو ته کېږي او هڅه کېږي، چې په ښار کې دننه ډېر موانع رامنځته شي.
د يادونې وړ ده، چې تېره په کابل ښار کې تر وروستيو خونړيو بريدونو وروسته پر امنيتي ارګانونو د خلکو نيوکې ډېر شوې او خلکو يو ډول د وېرې احساس کولو.
په دغو بريدونو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.