کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۶) : دولسمشر ، دویم مرستیال او لومړۍ میرمنې د بریښنایي تذکرې بایومیټرک وشو او د تذکرې نمبر هم ورته جوړ شو.
د حکومت یوې باوري سرچینې د سلواغې په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن په ولسمشرۍ ماڼې ارګ کې د ولسمشر د لومړۍ مېرمن بي بي ګل او دویم مرستیال سرور دانش د بریښنایی تذکرو اسناد اوفورمې تکمیل شوې.
سرچینې زیاته کړه، چې ددوی د تذکرو بایو میټرک هم وشو او د تذکرې نمبرهم ورته رامنځته شو.
یادې سرچینې وویل، چې په راتلونکي یکشنبې یا دوشنبې ورځو کې به په یوه رسمي غونډه کې دا تذکرې چاپ شی.
سرچینه وایي، چې د شنبې په ورځ دسلواغې په ۲۷مه، نیټه دسهار له اتو بجو څخه دمازیګر تر څلورو بجو به په ارګ کې د شپیتو تنو چې پکې د کابینې وزیران، والیان، او د افغانستان سیاسي څیرې شاملې وي، د تذکرې د نمبرو د رامنځته کولو او جوړولو پروسه ترسره کیږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دتذکرو درسمي ویش پروسه به یکشنبه یا دوشنبه پیل شي.