کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۶) : ولسمشر اشرف غني د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره د ویډیو کانفرانس له لارې پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اړیکه نن نیول شوې وه.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې وېډیويي کنفرانس کې دواړو لورو د کابل پروسې ناستې د جوړولو او د هغې پر چمتووالي، له تروریزم سره پر مبارزې، سیمه ییزه مسایلو او د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
ټاکل شوې ده، چې د کابل پروسې کانفرانس په نږدې راتلونکي کې په کابل کې جوړ شی.
login or register a new account.