ژبه

​يوناما: تېر کال په افغانستان کې تر لس زرو زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٦) :  ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي چې په ٢٠١٧ کال کې تر لسو زرو زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راپور نن د سلواغې په ٢٦مه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر (يوناما)  او ددغې ادارې د بشري حقوقو د دفتر له خوا په ګډه خپور شو.

په راپور کې راغلي چې  د ٢٠١٧ زېږديز کال په اوږدو کې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال ١٠٤٥٣ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچينې زياته کړې ده، د هېواد د بېلا بېلو سيمو په  امنيتي پېښو کې ٣٤٣٨ تنه وژل شوي او ٧٠١٥ تنه ټپيان  دي.

login or register a new account.

ورته موضوع