کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦) : د حکومت دا جراييه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان د برېښنايي تذکرو د وېش له پروسې څخه ملاتړ وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په خپله د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددې پروسې له پيل سره مخالفت کړى دى.
د اجراييه رياست د لومړي مرستيال له خوا د هغه رسمي فيسبوک پاڼه کې د سلواغې په ٢٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې له دې پروسې څخه ملاتړ شوى دى.
هغه زياته کړې، د برېښنايي تذکرو وېش يوه ملي پروسه ده چې ټول قانوني مراحل يې بشپړ شوي، په دې اړه هېڅ ډول قانوني خنډ او ستونزه نشته دى.
انجنير محمد خان ويلي، برېښنايي تذکرې د امنيت، سياسي ثبات، متوازن انکشاف او ټولنيز عدالت په راوستلو کې رغنده او اساسي رول لري، په همدې اساس د برېښنايي تذکرو وېش د وخت جدي اړتيا او د ولس غوښتنه ده.
ده زياته کړې:(( موږ ددغې ملي پروسې پر وړاندې د ستونزو جوړول د هېواد اوملت په زيان بولو، هيله مو داده چې نور دغه ملي بهير د سياسي معاملو ښکار نه شي او دا پروسه په چټکۍ سره بشپړه شي. ))
د يادونې ده چې برېښنايي تذکرو کې د ( افغان او اسلام) کلمو ليکلو سره يو شمېر خلکو مخالفت کړى و، کله چې ولسي جرګې هم دا رد کړ، نو له مشرانو جرګې سره يې ګډ کمېسيون جوړ کړ او ګډ کمېسيون د يادو کلمو د راوړلو پرېکړه وکړه، وروسته ولسمشر دا قانون توشيح کړ او له تېرې پنجشنبې ورځې راهيسې په ارګ کې د برېښنايي تذکرو د فورمې ډکولو او بايوميټرک کولو لړۍ پيل شوې ده.
login or register a new account.