کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦) : ايران او هندوستان په افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه کې خپلې همکارۍ زياتوي.
د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، د ايران ولسمشرحسن روحاني چې پرون په رسمي توګه دغه هېواد ته تللى، نن يې په نوي ډيلي کې د هندوستان له لومړي وزير نريندرا مودي سره وليدل.
سرچينې زياته کړې،د دې سفر پر مهال د ايران او هندوستان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو پر پنځو تړونونو هم لاسليکونه وشول.
د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي او د ايران ولسمشر حسن روحاني تر لېدنې وروسته په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل، دوى به د افغانستان د ثبات لپاره په ګډه کار کوي.
مودي زياته کړه، د ايران له ولسمشر سره پر دې موافقه هم وشوه چې په افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره په مبارزه کې به خپلې همکارۍ زياتوي.
د نوموړي په وينا، له ايران سره به په ګډه په افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو کې چې په وچه کې ګېر دي، د انرژۍ د امنيت او د سيمه ييز نښلتيا لپاره هڅې کوي.
د هندوستان لومړي وزير وويل،افغانستان او د منځنۍ اسيا هېوادونه به د چابهار بندر، سړکونو او اورګاډي په وسيله له نورې نړۍ سره ونښلول شي.
مودي زياته کړه : (( موږ د يو باثباته او خوشحاله افغانستان غوښتونکي يو او ملاتړ يې کوو او غواړو چې دا ټوله سيمه له ترهګرۍ پاکه وي.))
د ايران ولسمشر حسن روحاني وويل، چابهار بندر افغانستان او د منځنۍ اسيا هېوادونو سره د سرو زرو لاره ده چې ورسره به يې اقتصاد ډېر ښه شي.
د يادونې ده چې د ايران د چابهار بندر د هندوستان په مالي پانګونې جوړه شوى چې ډېره ګټه ترې افغانستان او د منځنۍ اسيا هېوادونه به ترلاسه کوي.
login or register a new account.