کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦):د افغانستان حکومت وايي چې په هېواد کې د چينايي ځواکونو د حضور او پوځي اډې جوړولو موضوع تر اوسه نه ده مطرح شوې.
د افغانستان د ملي امنيت شورا له خوا د سلواغې په ٢٨ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له تېرې څه مودې راهيسې په رسنيو کې په دې اړه ځينې ناسم معلومات نشر شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په رسنيو کې دا راپورونه خپاره شوي چې ګوندې د چين ولسي جمهوريت غواړي د افغانستان په بدخشان ولايت کې نظامي اډه جوړه کړي او يا هم په هېواد کې دننه نظامي حضور پيدا کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( د رسنيو او همکارانو د معلوماتو په موخه روښانه کوو چې د بهرنيو هېوادونو دا ډول نظامي همکارۍ د ملي شورا او د ولسمشر له تاييد او تصويب پرته صورت نه نيسي. ))
د ملي امنيت شورا ويلي، د سيمې د نورو هېوادونو په څېر د چين ولسي جمهوريت او خلک يې هم د ترهګرۍ قرباني دي، چين له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان او سيمې سره همکار هېواد دى.
سرچينې ويلي،د افغانستان او چين ترمنځ اړيکې او همکارۍ پراخ ابعاد لري، خو په افغانستان کې د چينايي ځواکونو د حضور موضوع اصلاً نه ده مطرح شوې.
د يادونې ده چې څو مياشتې مخکې د افغانستان د ملي د فاع وزير جنرال بهرامي چين ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له پوځي چارواکو سره په بدخشان ولايت کې د افغان ځواکونو د يوې پوځي اډې د اکمال او همکارۍ په اړه خبرې کړې وې.
خو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګوندې چين غواړي په بدخشان ولايت کې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوي په موخه پوځي اډه جوړه کړي.
د ناټو سازمان سرمنشي څو ورځې مخکې په بلجيم کې ديوې خبري غونډې پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو چې په دې اړه د افغان حکومت د پرېکړې حق لري چې له چين سره څه ډول معامله کوي.
login or register a new account.